د طالبانو د اسلامي تحریک لپاره د شعب ابوطالب درسونه
08/23/2021 | عمر آرین

Print


د اسلام د ښکاره کېدلو او د یو شمېر اصحابو لخوا د اسلام د منلو وروسته پر مسلمانانو باندې د مکې د مشرکینو لخوا فشارونه او رواني او فزیکي شکنجې پیل شوې، خو لکه څنګه چې رسول الله صلی علیه وسلم د استقامت، مبارزې او توکل سمبول و او ویل به یې چې «که لمر مې په یو لاس او سپوږمۍ مې په بل لاس کې راکړي، زه به هېڅکله هم د اسلام په لور له دعوت څخه لاس وانه خلم». په همدې ډول صحابه کرام هم له اسلام څخه په شا نه شول او د الله سبحانه وتعالی د رضأ د ترلاسه کولو په موخه یې د خپل هر څه په قرباني کولو سره د ټولو ستونزو پر وړاندې استقامت وکړ او پر خپله اسلامي عقیده باندې مؤمن او عمل کونکي پاتې شول.  
د دغو ابتلاګانو له ډلې تر ټولو ستونزمنه ازموینه د مسلمانانو پر وړاندې د شعب ابوطالب په سیمه کې د مکې د مشرکینو تړون و. د بعثت په اوم کال د محرم میاشتې په لومړنۍ نېټه، کله چې د مسلمانانو یوې ډلې د لومړي ځل لپاره حبشې ته هجرت وکړ، نو د مکې کفار سره راټول شول او داسې تړون یې وکړ، چې له مخې یې پر مسلمانانو باندې کلک ټولنیز او اقتصادي بندیزونه ولګول او هر ډول اړیکې یې ورسره پرې کړې. ددغه تړون پر اساس هېڅ کس حق نه درلود چې له مسلمانانو سره راکړه ورکړه ولري او حتی له هغوی سره دوستي وکړي.
د مؤمنانو دغه ازموینه د درېو کلونو ستونزو او کړاونو له ګاللو وروسته پای ته ورسېده او په رسول الله صلی علیه وسلم باندې وحې راغله، چې د مشرکینو تړون چې پر یوه پوستکي باندې لیکل شوی و د مولخانو لخوا خوړل شوی او یوازې د الله کلیمه پاتې ده. دغه پېښه د یادو بندېزونو د د پای ته رسېدلو لامل شوه.
دغه پېښه د مؤمنانو لپاره یو لوی درس دی. د هغو کسانو لپاره له عبرته ډکه کیسه ده، چې د الله سبحانه وتعالی پر ولایت او وکالت باندې عقیده لري، ځکه چې دغه ستونزې او سیاسي او اقتصادي فشارونه د اسلام د پلي کولو او د الله سبحانه وتعالی د دین اظهار او حاکمول د الله سبحانه وتعالی د رضأ او جنت د ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي. دغه پېښه د ټولو مؤمنانو لپاره یو تاریخي درس دی، چې باید تل د دوی په زړونو او ذهنونو کې پاتې شي.
د همدغه بندیزونو او ازموینو وروسته د الله سبحانه وتعالی د ژمنې سره سم د ځمکې خلافت مؤمینانو ته ورکړل شو او په مدینه منوره کې اسلامي امت ته د اسلامي دولت د رامنځته کولو توفیق نصیب شو. دا هغه دولت و، چې د فولادي سپر په توګه یې د امت له عقیدې، ناموس، وینې او مال څخه دفاع وکړه او اسلام یې د دعوت او جهاد له لارې ټولې نړۍ ته ولېږدوه او هلته یې حاکم کړ. دا هغه دولت دی، چې له ۵۰ څخه په کمو کلونو کې یې وشو کولی د نړۍ دوه لویې امپراتورۍ روم او فارس ونړوي.
نن ورځ چې د طالبانو اسلامي تحریک د جهاد له لویې ابتلأ څخه بریالی راوتلی او د اسلامي دولت د جوړېدلو شرایط رامنځته شوي، نو کفار او اشغالګران د یو سوڅه اسلامي دولت د جوړېدلو څخه په وېره کې دي. همدا علت دی، چې کله د اقتصادي بندیزونو خبره کوي، کله سیاسي فشارنه راوړي، کله هم ټول شموله دولت اصل بولي او کله هم د بین المللي قوانینو او غربي ارزښتونو منل د شرطونو په ډول وړاندې کوي.
په حقیقت کې نړیواله ټولنه د طالبانو اسلامي تحریک له اقتصادي بندیزونو او سیاسي فشارونو څخه ویروي، ترڅو د ځینو اسلامي ارزښتونو څخه تیر شي. موږ باور لرو، چې د طالبانو د اسلامي تحریک مجاهدین د اسلام په پلي کولو کې هېڅ ډول فشارونو ته غاړه نه ږدي او پر هغه ذات باندې د توکل پر اساس چې قدرت یې د هر کافر او اشغالګر ځواک له قدرت څخه لوړ دی د هر اړخیز او بشپړ اسلام د پلي کولو په لور ځي. دوی به له دغې دویمه ازموینې څخه هم په اخلاص او قوي اېمان سره چې د الله سبحانه وتعالی پر ولایت یې لري سر لوړي راوزي.
د طالبانو اسلامي تحریک ته زموږ پیغام دادی، چې د نړیوالې ټولنې او د کفر د ملګرو د هېڅ ډول بندیزونو او سیاسي او اقتصادي فشارونو هېڅ پروا ونه کړي. عزت او رزق د الله سبحانه وتعالی له لوري دی او د افغانستان مسلمانان په پوره صبر او مؤمنانه استقامت باندې دغه فشارونه زغمي، خو له خپلو ارزښتونو او عقیدې څخه په شا کېدونکي نه دي.
د اسلامي ډلو تاریخي تجارت (معاملې) دا ثابته کړې، چې هر وخت چې یو اسلامي ډله له یوه حکم او یا اسلامي ارزښت څخه په شا شوې، نو د چارو سرپرستي یې له لاسه ورکړې او له ذلت سره مخ شوې ده.
همدا علت دی، چې د افغانستان مسلمان خلک او د طالبانو اسلامي تحریک باید د کفارو له بندیزونو څخه هېڅ ډول وېره ونه لري او په بدل کې یې هڅه وکړي، چې د الله سبحانه وتعالی دین ته د نصرت ورکولو، د هغه د حاکمولو او د دویم راشده خلافت پر تأسیسولو سره د کفارو مکر همدوی ته ور وګرځوي او امت ته لویه بریا ورنصیب کړي.




   ارسال نظر