د فتحې او نصرت لپاره قرباني، خو فتح او نصرت د څه لپاره؟
08/21/2021 | ابراهیم منیب

Print


د الله سبحانه و تعالی نصرت هغه مهال رارسیږي چې د حق او اعلای کلمة الله په لاره کې په مداومه بڼه او له ستړیا پرته قربانۍ ورکړل شي. په تېرو شلو کلونو کې طالب مجاهدینو د استعمار او اشغال پر وړاندې په نظامي مبارزه کې دا قربانۍ ورکړې. دوی له جهاد او مبارزې لاس وانخیست، د دې قربانیو په بدل کې الله سبحانه و تعالی هم په څو ورځو کې داسې فتحې او نصرت ورکړ چې نړیوال یې حیران کړل. بنسټیزه پوښتنه دا ده چې دا قربانۍ د فتحې او نصرت لپاره دي، خو فتحه او نصرت د څه لپاره دی او پراوږو څه مسوولیت اېږدي؟
په تېرو شلو کلونو کې د طالب مجاهدینو موخه د امریکايي اشغال ختمول او د اسلامي نظام قایمول وو. دې موخې دوه پړاوونه درلودل، مجاهدینو وکړای شوی چې له لومړي پړاو څخه تېر شي، خو تر اوسه د دویم پړاو فرصت لا پاتې دی چې د الله دین قایمول یا د اسلامي نظام حاکمول دي او له فتحې او نصرت وروسته یې دا فرصت هم ورکړی چې د نصرت شکر ادا کړي. د اسلامي نظام تاسیس لوی مسوولیت دی چې الله سبحانه و تعالی به یې د محشر په ورځ پوښتنه وکړي.
الله سبحانه و تعالی له کلونو قربانیو وروسته د افغانستان شریفو خلکو ته فتح او نصرت نصیب کړي، د دې فتحې او نصرت خاوند، الله سبحانه و تعالی دی؛ نو لازمه ده چې باید هغه څه په پام کې ونیول شي چې د دې فتحې څښتن یې غواړي؛ دا د اسلامي نظام اقامه او د شرعي احکامو ټولیز پلي کول دي. که اسلامي نظام اقامه نه شي نو د دې فتحې او نصرت ناشکري ده. نړیوالو قوانینو او نړیوالې ټولنې ته غاړه اېښودل پر دې قربانیو پښه اېښودل او رسوايي ده؛ دا چاره د زرګونه شهیدانو د ارمانونو او موخو تر پښو لاندې کول دي.
نو طالب مجاهدین باید دا په یاد ولري چې الله سبحانه و تعالی هغوی ته فتحه او نصرت نصیب کړی، دا فتحه او نصرت او دا قربانۍ باید د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او کفري سازمانونو پښو ته ونه غورځوي؛ بلکې باید ځواب یې د کفري نړۍ له پامه غورځولو سره د پولو د ننه او بهر د اسلام په ټولیزه توګه پلي کولو سره ورکړي چې د الله سبحانه و تعالی د دین د اقامې لپاره یې د اصحابو په شان عزت په نصیب شي.

قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ [آل عمران: 26]
ژباړه: [اې پیغمبره]  ووایه:« اې الله! ته د هر څه مالک یې، هر چا ته چې وغواړې حکومت ورکوې او له هر چا څخه چې وغواړې حکومت بېرته اخلې؛ او هر چا ته چې وغواړې عزت [او قدرت] ورکوې او له هر څوک چې وغواړې ذلیل کوې. [اې ربه!] خیر ستا په لاس کې دی بېشکه چې ته پر هر څه واکمن یې.





   ارسال نظر