د ناټو د پوځي ماموریت پای، موږ باید څه وکړو؟
07/18/2021 | انجنیر احمد فرید احرار

Print


               نږدې شلن کاله وړاندې امریکا د ناټو په حشر پر افغانستان پوځي برید وکړ او تر سختو جګړو، ورانیو، قتلونو او وحشت وروسته، ناټو خپل پوځي ماموریت د روان کال د چنګاښ پر ۲۵ پای ته ورساوه. د ناټو هغه پوځ چې تر غاښونو په سختو وسلو سره سمبال و او د جګړې په ډګر کې یې هر ډول لویې او درنې وسلې وکارولې او هېڅ ډول ترحم یې نه کاوه، حتا بسته کلي یې ونړول، مګر بیا هم له تجهیزاتي اړخه د کمزورو افغانانو تر فکري، سیاسي او پوځي مقاومت وروسته  په نامراده او ذلیل حالت کې له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي.  
په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماتې یو ځل بیا نړۍ ته وښودله چې د افغانستان مسلمان ولس په خپله خاوره د پردیو واکمني او فرهنګ نه مني او د ژوند په بیه یې پر وړاندې مبارزه کوي. په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماتې چې  د دوی سیاسي او پوځي مشران هم ورباندې قناعت کوي، پر افغانانو د الله سبحانه و تعالی مرسته او لورېینه ده. افغان مسلمانانو په تاریخي لحاظ ښکېلاکګرو ته په پوځي ډګر کې سخت درسونه ورکړي دي، په تېره پيړۍ کې یې انګریزان او څو لسیزې وړاندې يې د کمونیزم سرغنه شوروي اتحاد او اوس اوس د یې کپيټلېزم سرغنه امریکا او ناټو مات کړل.
افغانانو هر ځل ښکېلاکګر مات کړي دي، مګر د ښکېلاګرو تر ماتې وروسته یې یا خپلو کې جګړه کړې ده او یا یې د ښکېلاکګرو سیاسي توطیو له امله خپلو هیلو ته نه دي رسېدلي. اوس مهمه او اساسي خبره دا ده چې د امریکا او ناټو تر ماتې او د دوی له وتلو وروسته موږ افغانان څه کوو؛ ایا له خپلو تېرو ناکامو تجربو او تاریخ پند اخلو او که نه، بیا تاریخي سیاسي تېروتنې کوو، په خپلو کې سره وهو او او وسلې ته لاس کوو او یو بل سره وژنو او که نه د خپلو مبارزو ثمر راټولو او خپلو هیلو ته رسېږو.
د بهرنیانو پر وړاندې د افغانانو مبارزه او سخت مقاومت په ټوله نړۍ کې مشهور دی او ټولې نړۍ منلې ده چې له افغانانو جګړه ګټل شونې نه ده، مګر له څنګه چې پخوا ښکېلاګرو موږ افغانان په سیاسي لحاظ مات کړي یو، اوس یو ځل بیا غرب هڅه کوي چې د هغه څه لپاره مو چې جګړه کړې ده چې د اسلام حاکمیت دی، اغوا او په یوه بله ناروا جګړه کې مو ښکېل کړي. نو پر دې بنسټ موږ افغانانو او په ځانګړې توګه په جنګ کې ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې له خپلو تېرو ناکامو تجربو پند واخلو او په خپلو کې د جګړې پر ځای د الله کتاب او د رسول الله سنت د خپل وحدت او یووالي لپاره معیار وټاکو او د جګړې پر ځای چې یوازې به د تباهۍاو ورور وژنې ناوړه پایلې ولري د تفاهم او یو بل د منلو لاره غوره کړو، د امریکا او غرب توطیو ته پاملرنه وکړو او اسلام حاکم او د افغانانو د لسیزو ټپونه درمل کړو.  




   ارسال نظر